EUVIMEDEUVIMED entdecken
Open Access · CC BY-NC-ND 4.0

په اسلامي فقه کې د بيمې او تکافل حکم

محمد بصیر صدیقی

Diwan · 28.07.2026 · 7 (2) · 247-268

DOI: 10.69892/diwan.2026.220 ↗

Kurz gefasst

Fachartikel in der Zeitschrift Diwan, online erschienen am 28.07.2026. Verfasst von محمد بصیر صدیقی. Der Volltext ist frei zugänglich (Open Access, CC BY-NC-ND 4.0).

AbstractBibliografische AngabenZitierenVerwandte Studien

Abstract (Originalsprache)

په اسلامي فقه کې د بیمې (Insurance) او تکافل (Takaful) حکم د معاصر مالي معاملو له مهمو او بحث ‌انګیزو موضوعاتو څخه دی، بیمه یو اقتصادي تړون دی چې پکې یو شخص د احتمالي مالي زیان پر وړاندې ځان تضمینوي، خو دا معامله باید د اسلامي اصولو مطابق وي؛ تکافل بیا یو اسلامي بدیل دی چې د شراکت، همکارۍ او د زیان شریکولو پر اساس ولاړ دی. د دې څېړنې موخه داده چې د بیمې مختلف ډولونه وپیژندل شي (تجارتي، ټولنیزه، روغتیایي، وغیره). دا ارزول شي چې آیا دا ډول تړونونه د اسلامي فقه له نظره جایز دي که نه؟ او تکافل د یوه مشروع اسلامي بدیل په توګه معرفي شي. د بیمې تړونونه په معاصرو ټولنو کې ډېر مهم رول لري، نو دا معلومول ډېر اړین دي چې د اسلام له نظره څه حیثیت لري، مسلمانان غواړي د مالي خوندیتوب لپاره داسې لارې غوره کړي چې د شریعت مطابق وي او د اسلامي مالي سیسټم پراختیا سبب وګرځي. نوموړې موضوع يوه کتابتوني موضوع ده، د موضوع د ثبوت لپاره د قرآن الکريم آیتونه او د نبي کريم صلی‌الله علیه وسلم احادیث ذکر شوي دي، د آیتونو ژباړه او د فقهي کتابو حوالې د معتمدو فقهي مراجعو څخه راخیستل شوي دي. بیمه د ډېرو فقهاؤ د سود، غرر او قمار له امله ناروا ګڼي، تکافل د اسلامي اصولو پر بنسټ یو مشروع بدیل ګڼل کېږي، د معاصرو فقهی شوراګانو لکه د اسلامي فقهې اکادیمي او د اسلامي بانکدارۍ ادارو لخوا تکافل تائید شوی؛ مسلمان بانکونه او مالي ادارې کولی شي د تکافل سیسټم له لارې خدمات وړاندې کړي.

Zitieren

APA

صدیقی, م. ب. (2026). په اسلامي فقه کې د بيمې او تکافل حکم. Diwan, 7(2), 247-268. https://doi.org/10.69892/diwan.2026.220

Vancouver

صدیقی مب. په اسلامي فقه کې د بيمې او تکافل حکم. Diwan. 2026;7(2):247-268. doi:10.69892/diwan.2026.220

BibTeX
@article{2026,
  author = {صدیقی, محمد بصیر},
  title = {په اسلامي فقه کې د بيمې او تکافل حکم},
  journal = {Diwan},
  year = {2026},
  volume = {7},
  number = {2},
  pages = {247--268},
  doi = {10.69892/diwan.2026.220}
}
Kostenlos starten →