EUVIMEDEUVIMED entdecken
Crossref

افغانستان کې د انټرنېټ د محدودیتونو اغېزې په سوداګریزو کړنو او د بازار د سیالۍ پر وړتیا

عزت الله زهیر, دکتور عبدالله صادق, صفی الله شینواري

Salam International Academic Journal · 24.06.2026 · 11 (19) · 81-106

DOI: 10.64104/v11.issue19.no4.spring.2026 ↗

Kurz gefasst

Fachartikel in der Zeitschrift Salam International Academic Journal, online erschienen am 24.06.2026. Verfasst von عزت الله زهیر und 2 weiteren Autor:innen.

AbstractBibliografische AngabenZitierenVerwandte Studien

Abstract (Originalsprache)

په دې څېړنیز سند کې دا موضوع څېړل شوې چې څنګه د انټرنېټ اړوند تنظیمات او بدلونونه د افغانستان په سوداګریزو فعالیتونو او د بازار په سیالۍ اغېزه کوي. په تېرو څو کلونو کې په هېواد کې د انټرنېټ کارونې په برخه کې بېلابېل تنظیمي اقدامات، لکه د ځینو ټولنیزو رسنیو تنظیم، د انټرنېټ د سرعت بدلون، او نور تخنیکي شرایط تجربه شوي دي. دغه حالتونه په ځانګړي ډول د هغو سوداګریو لپاره مهم دي چې پر آنلاین اړیکو، ډیجیټل بازارموندنې، او برېښنایي معاملاتو تکیه لري، او د هغوی د فعالیتونو پر څرنګوالي اغېزه کولای شي. په دې څېړنه کې د اقتصادي اغېزو د پوهېدو لپاره، د یو پوښتنلیک له لارې له ۲۲۰ سوداګرو او کارکوونکو څخه معلومات راټول شوي چې وروسته یې بیا د سټاټا (STATA) سافټویر په مرسته شننه ترسره شوې ده. د شننې پایلې ښيي چې په انټرنېټ د هر ډول محدودیتونو وضع کول، چې په کې د محدودیتونو تکرار، د محدودیت موده، د محدودیت ډول او جغرافیایي ساحې شامل دي، په سوداګریزو فعالیتونو او د بازار په سیالۍ باندې په څرګند ډول منفي اغېزه لري. هغه شرکتونه چې د انټرنېټ له پرلپسې یا پراخو محدودیتونو سره مخ دي، د پلور کمښت، د مشتریانو لږ ګډون، او په بازار کې د سیالۍ ستونزې یې تجربه کړې دي. پایلې څرګندوي چې ثابت او د ښه کیفیت لرونکی انټرنېټ نه یوازې د اړیکو وسیله ده، بلکې د سوداګریزو راکړو ورکړو او اقتصادي ودې لپاره یوه مهمه وسیله ده. دغه څېړنه د یوه کمزوري، خو د پرمختګ پر لور د روان اقتصاد څخه یو شمېر کمي شواهد وړاندې کوي او د داسې پالیسۍ غوښتنه کوي چې د باور وړ او خوندي انټرنېټ ته لاسرسی یقیني کړي. د مستمر انټرنېټ او اتصال تګلاره کولای شي سوداګرۍ پیاوړې کړي، نوښت ته وده ورکړي، او د افغانستان په اوږدمهاله اقتصادي ثبات کې مرسته وکړي.راتلونکي څېړنې کولی شي د ځانګړو سکتورونو اغېزې وڅېړي او پایلې یې له نورو مخ پر ودې هېوادونو سره پرتله کړي.

Zitieren

APA

زهیر, ع. ا., صادق, د. ع., & شینواري, ص. ا. (2026). افغانستان کې د انټرنېټ د محدودیتونو اغېزې په سوداګریزو کړنو او د بازار د سیالۍ پر وړتیا. Salam International Academic Journal, 11(19), 81-106. https://doi.org/10.64104/v11.issue19.no4.spring.2026

Vancouver

زهیر عا, صادق دع, شینواري صا. افغانستان کې د انټرنېټ د محدودیتونو اغېزې په سوداګریزو کړنو او د بازار د سیالۍ پر وړتیا. Salam International Academic Journal. 2026;11(19):81-106. doi:10.64104/v11.issue19.no4.spring.2026

BibTeX
@article{2026,
  author = {زهیر, عزت الله and صادق, دکتور عبدالله and شینواري, صفی الله},
  title = {افغانستان کې د انټرنېټ د محدودیتونو اغېزې په سوداګریزو کړنو او د بازار د سیالۍ پر وړتیا},
  journal = {Salam International Academic Journal},
  year = {2026},
  volume = {11},
  number = {19},
  pages = {81--106},
  doi = {10.64104/v11.issue19.no4.spring.2026}
}
Kostenlos starten →