د خوشحال بابا په اشعاروکې د مېړانې تطبيقي تحليل
Takhar University International Journal of Culture · 20.02.2026 · 64-79
DOI: 10.68887/tuijc.vi.70 ↗Kurz gefasst
Fachartikel in der Zeitschrift Takhar University International Journal of Culture, online erschienen am 20.02.2026. Verfasst von پوهنمل محمد نظیر روحانی.
Abstract (Originalsprache)
دا څېړنه د پښتو د ستر شاعر خوشحال خان خټک په اشعارو کې د مېړانې او اتلولۍ د مفکورې تطبیقي تحلیل وړاندې کوي. خوشحال بابا د پښتنو د ټولنیز فکر بنسټګر شاعر بلل کېږي، چې په خپل شعر کې یې د مېړانې، وفادارۍ، جګړې، غیرت او ازادۍ موضوعګانې د ژوندانه د اصلي ارزښتونو په توګه انځور کړي دي. په دې مقاله کې د هغه د اشعارو متنونه د ادبي، ټولنیز او فلسفي اړخونو له مخې تحلیل شوي، څو څرګنده شي چې د مېړانې مفهوم د پښتني ټولنیز ژوند په رامنځ ته کولو کې څه ځای لري. څېړنه په پایله کې دې نتیجې ته رسېږي چې خوشحال بابا د مېړانې د ارزښت په واسطه د فرد او ټولنې د هویت او بقا فلسفه تشریح کړې ده. خوشحال خان خټک، نه یوازې یو ستر شاعر و، بلکې یو سیاسي مشر، فکري لارښو د او د خپل وخت انقلابي مبارز هم و. مېړانه د هغه له نظره یوازې یو فزیکي قوت نه، بلکې یو اخلاقي او ارزشي معیار و. مقاله د تاریخي، ادبياوفلسفي تحلیل له لارې ښيي چې دا مفکوره د پښتني ټولنیز جوړښت یوه بنسټیزه برخه وه او د نننۍ نړۍ لپاره هم معاصر پیغام لري.
Zitieren
APA
روحانی, پ. م. ن. (2026). د خوشحال بابا په اشعاروکې د مېړانې تطبيقي تحليل. Takhar University International Journal of Culture, 64-79. https://doi.org/10.68887/tuijc.vi.70
Vancouver
روحانی پمن. د خوشحال بابا په اشعاروکې د مېړانې تطبيقي تحليل. Takhar University International Journal of Culture. 2026:64-79. doi:10.68887/tuijc.vi.70
BibTeX
@article{2026,
author = {روحانی, پوهنمل محمد نظیر},
title = {د خوشحال بابا په اشعاروکې د مېړانې تطبيقي تحليل},
journal = {Takhar University International Journal of Culture},
year = {2026},
pages = {64--79},
doi = {10.68887/tuijc.vi.70}
}
EUVIMED