د درویش په شعر کې عاطفي درد
Takhar University International Journal of Culture · 11.03.2026 · 83-92
DOI: 10.68887/tuijc.vi.58 ↗Kurz gefasst
Fachartikel in der Zeitschrift Takhar University International Journal of Culture, online erschienen am 11.03.2026. Verfasst von پوهنمل محمد کبیر هوتک und 1 weiteren Autor:innen.
Abstract (Originalsprache)
په پښتو معاصره شاعرۍ کې درویش یو مخکښ ځلانده نړیوال ستوری دی چې شعري وړتیا او ادبي محوریت یې ټول بشریت ته اوبه ورکوي؛ د یاد شاعر په شعري کلام کې د عاطفې ټول اړخونه په شاعرانه هنر سره راغلي دي. موږ چې کله له عاطفې څخه بحث کوو مطلب مو په انساني تفکر کې انساني عکس العملونه دي، لکه: غم، خوښي، هيله، ناهيلتوب، ويره، تعجب، پيرزيونه او دې دته ورته نور داسې احساسات او حرکتونه چې د شاعر په فکر، ذهن او زړه کې را وخوځيږي په ويلو يې د ځان په ګډون مخاطبين او لوستونکي متاثره کړي، عاطفه يا عواطف ورته ويلای شو. زموږ په ادبي ماحول کې د یادې برخې څېړنه په نشت سره ده؛ نو ددغې اړتیا له مخې موږ همدغه برخه د (درویش په شعرکې عاطفي درد) د ده له ګڼو شعري ټولګو څخه په څېړنیز شکل را غوڼد کړ. شعر د خپل خاصیت له مخې د انساني ژوند له کړاونو او خوندونو څخه سرچینه اخلي؛ ولې یو ځينې لیکوالان بیا ادعا کوي چې شعر د ولس ژبه نه ده، داځکه چې ټول وګړي د شاعرانو په خبرو سم نه پوهیږي.
Zitieren
APA
هوتک, پ. م. ک., & عثمانی, پ. ع. (2026). د درویش په شعر کې عاطفي درد. Takhar University International Journal of Culture, 83-92. https://doi.org/10.68887/tuijc.vi.58
Vancouver
هوتک پمک, عثمانی پع. د درویش په شعر کې عاطفي درد. Takhar University International Journal of Culture. 2026:83-92. doi:10.68887/tuijc.vi.58
BibTeX
@article{2026,
author = {هوتک, پوهنمل محمد کبیر and عثمانی, پوهنمل عبدالحلیم},
title = {د درویش په شعر کې عاطفي درد},
journal = {Takhar University International Journal of Culture},
year = {2026},
pages = {83--92},
doi = {10.68887/tuijc.vi.58}
}
EUVIMED