EUVIMEDEUVIMED entdecken
Open Access · CC BY-SA 4.0

د ستافیلوکوکس اوریوس باکتریا ناروغیو ته کتنه او د هغه د مخنیوۍ لارې چارې

Nazifullah Maheen, Hasibullah Ayazi

Farah Research and Scientific Journal · 06.05.2026 · 3 (1) · 287-314

DOI: 10.67753/frsj.v3i1.152 ↗

Kurz gefasst

Fachartikel in der Zeitschrift Farah Research and Scientific Journal, online erschienen am 06.05.2026. Verfasst von Nazifullah Maheen und 1 weiteren Autor:innen. Der Volltext ist frei zugänglich (Open Access, CC BY-SA 4.0).

AbstractBibliografische AngabenZitierenVerwandte Studien

Abstract (Originalsprache)

لنډیز سټافیلوکوکس اوریوس (Staphylococcus aureus) یو ګرام مثبته، فرصت‌موندونکې او ناروغي‌زېږونکې بکتریا ده، چې د انساني روغتیا لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي، په ځانګړي ډول هغه ډولونه چې د مېتې‌سیلین پر وړاندې مقاومت ((MRSA لري. د دې څېړنې موخه د سټافیلوکوکس اوریوس کلینیکي اهمیت، د انټي‌بیوتیکي مقاومت بڼې او د وقایوي تګلارو ارزونه ده او د دې لپاره د وروستیو خپرو شوو نړیوالو کره مقالو کتنه ترسره شوې ده، همدارنګه کلینیکي راپورونه او روغتیایي لارښودونه هم مطالعه شوي دي. څېړنې څرګندوي چې دغه بکتریا د پوستکي له سطحي انتاناتو تر سینه بغل، اندوکاردایټس او سیپسیس پورې د ناروغیو لامل ګرځي. د مقاومت پراختیا، په­ځانګړي ډول د مېتې‌سیلین او نورو انټي‌بیوتیکونو پر وړاندې، د نړیوالې روغتیا لپاره یوه ستره ننګونه ده. د څېړنې موندنې ښکاروي. چې د خپرېدو اساسي لارې د مستقیم تماس، ککړو وسایلو او روغتونونو کې د ناکافي وقایوي تدابیرو سره تړاو لري. د دې باکتریا د انتي‌بیوتیک پر وړاندې مقاومت، په ځانګړي ډول د MRSA ډول، د عامې روغتیا لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي. د وقایې لپاره د حفظ‌الصحې اصولو دقیق مراعات، د لاسونو منظم مینځل، د زخمونو پاک ساتل، د وسایلو تعقیم او د انټي‌بیوتیکونو معقول استعمال د ناروغیو په کمولو کې اغېزمن رول لري. د سټافیلوکوکس اوریوس اړوند ناروغۍ د فردي او ټولنیز روغتیا له پلوه د پام وړ اهمیت لري. د وقایې، ژر تشخیص او مناسبې درملنې له لارې کېدای شي د دې باکتریا د خپرېدو او جدي عوارضو مخه ونیول شي. همدارنګه د دې باکتریا پر وړاندې بریالی کنټرول د وقایوي تدابیرو نیول، عامه پوهاوی او نوې درملنې همغږۍ ته اړتیا لري.

Zitieren

APA

Maheen, N., & Ayazi, H. (2026). د ستافیلوکوکس اوریوس باکتریا ناروغیو ته کتنه او د هغه د مخنیوۍ لارې چارې. Farah Research and Scientific Journal, 3(1), 287-314. https://doi.org/10.67753/frsj.v3i1.152

Vancouver

Maheen N, Ayazi H. د ستافیلوکوکس اوریوس باکتریا ناروغیو ته کتنه او د هغه د مخنیوۍ لارې چارې. Farah Research and Scientific Journal. 2026;3(1):287-314. doi:10.67753/frsj.v3i1.152

BibTeX
@article{Maheen2026,
  author = {Maheen, Nazifullah and Ayazi, Hasibullah},
  title = {د ستافیلوکوکس اوریوس باکتریا ناروغیو ته کتنه او د هغه د مخنیوۍ لارې چارې},
  journal = {Farah Research and Scientific Journal},
  year = {2026},
  volume = {3},
  number = {1},
  pages = {287--314},
  doi = {10.67753/frsj.v3i1.152}
}
Kostenlos starten →