د مڼو او انګورو د جوس په واسطه د خوند ورکړل شوو مستو د کيفيت او منلو وړتيا ارزونه
Journal of Natural Sciences – Kabul University · 19.04.2026 · 8 (4) · 57-82
DOI: 10.62810/jns.v8i4.544 ↗Kurz gefasst
Fachartikel in der Zeitschrift Journal of Natural Sciences – Kabul University, online erschienen am 19.04.2026. Verfasst von حمیدالله فرحت und 1 weiteren Autor:innen. Die Arbeit nennt 18 Literaturangaben. Der Volltext ist frei zugänglich (Open Access, CC BY-NC 4.0).
Abstract (Originalsprache)
دغه څیړنه په ۱۴۰۴ ه ش کال کې د کابل پوهنتون، کرنې پوهنځي د هارټیکلچر څانګې په لابراتوار کې ترسره شوې ده. په دې څېړنه کې د مڼو او انګورو د جوسو په واسطه د خوند ورکړل شوو مستو د کيفيت او منلو وړتيا ارزول شوې. څېړنه په کامل اتفاقي (CRD) ډیزاین کې طرحه او اووه چلندونه چې هر یو درې ځلې تکرار شوی ؤ، پکې شامل وو. په څېړنه کې کارول شوې مستې د اتو ورځو لپاره د کیفیت د ارزونې په موخه په یخچال کې وساتل شوې. په دې څېړنه کې کېمیاوي پارامترونه لکه د حل وړ جامد موادو کچه (TSS)، پي اچ (pH)، تحمضي قندونه،غیر تحمضي قندونه، مجموعي قندونه او تیزابیت؛ حسي پارامترونه لکه ظاهري شکل، رنګ، خوند، ښه بوی، جوړښت او د عمومي منلو کچه او اقتصادي ارزونه ترسره شوې ده. د څېړنې پایلو وښوده، چې خالصو مستو ته لس سلنه (۱۰٪) د مڼې جوس علاوه کول د هغې کیفیت ساتي او د حسي ارزونې له مخې تر ټولو ډېره د منلو وړتیا لري. همدارنګه څېړنې وښوده چې دا مستې که په یخچال کې وساتل شي تر اتو (۸) ورځو پورې د خوړلو وړ وي.
Zitieren
APA
فرحت, ح., & سالاری, ح. (2026). د مڼو او انګورو د جوس په واسطه د خوند ورکړل شوو مستو د کيفيت او منلو وړتيا ارزونه. Journal of Natural Sciences – Kabul University, 8(4), 57-82. https://doi.org/10.62810/jns.v8i4.544
Vancouver
فرحت ح, سالاری ح. د مڼو او انګورو د جوس په واسطه د خوند ورکړل شوو مستو د کيفيت او منلو وړتيا ارزونه. Journal of Natural Sciences – Kabul University. 2026;8(4):57-82. doi:10.62810/jns.v8i4.544
BibTeX
@article{2026,
author = {فرحت, حمیدالله and سالاری, حامد},
title = {د مڼو او انګورو د جوس په واسطه د خوند ورکړل شوو مستو د کيفيت او منلو وړتيا ارزونه},
journal = {Journal of Natural Sciences – Kabul University},
year = {2026},
volume = {8},
number = {4},
pages = {57--82},
doi = {10.62810/jns.v8i4.544}
}
EUVIMED