د معاصرو شاعرانو په شعرونو کې د پاراډاکس کارونه
National Journal of Language and Literature · 2025
DOI: 10.64394/njll.v1i1.3 ↗Kurz gefasst
Fachartikel in der Zeitschrift National Journal of Language and Literature, 2025. Verfasst von عبدالرشید رشید. Die Arbeit nennt 8 Literaturangaben. Der Volltext ist frei zugänglich (Open Access, CC BY-NC 4.0).
Abstract (Originalsprache)
د پاراډاکس صنعت چې په پښتو شاعرۍ کې له پخوا څخه کارېدلی دی، خو اوس ورته پاملرنه شوې ده. ترڅنګ یې یو بل صنعت چې حس امیزي د پاراډاکس په څېر له پخوا څخه په پښتو نظم او شعر کې استعمال شوی دی، ولې دې صنعت ته هم اوس اوس توجه شوې او د ادبپوهانو ورته پام اوښتی دی. په دې مقاله کې د دې دواړو صنعتونو په کارېدنه او استعمال باندې او تر څنګ یې په توپیر باندې بحث شوی دی او دواړه صنعتونه یو له بل څخه جدا شوي دي. دپاراډاکس په ډولونو چې هر ډول یې ځانګړی لفظي او معنوي جوړښت لري او په پښتو شاعرۍ کې بېلابېل مفهمونه رسوي هم تر بحث او څېړنې لاندې نیول شوي دي. د پښتو په شاعرۍ کې د پاراډاکس په رامینځ ته کیدو باندې بحث شوی او هغه لارې چارې هم په ګوته شوې چې په سبب یې د پاراډکس صنعت د پښتو په شاعرۍ کې رامینځ ته کیږي. د دې څېړنې موخه هم دا ده، چې پاراډکس او په کارونه باندې پوی شو او له حس آمیزۍ سره یې په توپیر باندې اګاه اوسو. د څېړنې مېتود تشریحي او ډول یې اسنادي دی، پاراډاکس چې په پښتو شاعرۍ کې کارېدونکی صنعت د دوه کلمو د ټکر په سبب یو بله درېیمه مانا او مفهوم رامینځ ته کېږي، همدارنګه حس امیزي بل ځانګړی صنعت دی، چې یو حس د بل متفاوت حس لپاره کاریږي دوه جلا صنعتونه دي او ځانګړي موقفونه لري. د دې څېړنې اهمیت په دې کې دی چې په لوستلو سره به یې هغه محصلین او لیکوالان چې د حس امیزۍ او پاراډاکس په کارېدنه او په اشعارو کې یې پېژندل ور ته مشکل وي ګټه پورته کړي.
Zitieren
APA
رشید, ع. (2025). د معاصرو شاعرانو په شعرونو کې د پاراډاکس کارونه. National Journal of Language and Literature. https://doi.org/10.64394/njll.v1i1.3
Vancouver
رشید ع. د معاصرو شاعرانو په شعرونو کې د پاراډاکس کارونه. National Journal of Language and Literature. 2025. doi:10.64394/njll.v1i1.3
BibTeX
@article{2025,
author = {رشید, عبدالرشید},
title = {د معاصرو شاعرانو په شعرونو کې د پاراډاکس کارونه},
journal = {National Journal of Language and Literature},
year = {2025},
doi = {10.64394/njll.v1i1.3}
}
EUVIMED