EUVIMEDEUVIMED entdecken
Open Access · CC BY-NC-ND 4.0

د قتل په جرم کې د اسلامی شریعت خلاف دودونو رول: د خوست ولایت د سموات کلی موردی مطالعه

محمد خالد خاورین, عبدالناصر ستانکزی

Diwan · 28.07.2026 · 7 (2) · 143-169

DOI: 10.69892/diwan.2026.151 ↗

Kurz gefasst

Fachartikel in der Zeitschrift Diwan, online erschienen am 28.07.2026. Verfasst von محمد خالد خاورین und 1 weiteren Autor:innen. Der Volltext ist frei zugänglich (Open Access, CC BY-NC-ND 4.0).

AbstractBibliografische AngabenZitierenVerwandte Studien

Abstract (Originalsprache)

لنډیز دغه څېړنه د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالیو د سموات کلی فرهنګي او قومي فکټورونو کې د وژنې پېښو د رامنځته کېدو عوامل او اغېزې څېړي. په دې سیمه کې د قتل پېښې په پراخه کچه د کلتوري باورونو، دودیزو رواجونو، او قومي تقاضاوو له امله رامنځته کېږي، چې اکثره یې د عزت او شرم مفاهیم، د وینې غچ (انتقام)، د شخړو د منابعو لکه ځمکې، او د ودنو پورې اړوند شخړې دي. دغه دودیز باورونه د ټولنې په جوړښت کې ژورې ریښې لري، د انساني ژوند د ارزښت خلاف تاوتریخوالی او قتل تشویقوي. څېړنه څرګندوي چې د رسمي قوانیونو کمزورتیا او په جرګې باندې تکیه هم د تاوتریخوالي دوام ته زمینې برابروي. دا څېړنه د کیفي میتودو په کارولو د قتل د کلتوري او قومي فکتورونو په اړه علمي تحلیل کوي. د معلوماتو راټولولو لپاره مرکې له قومي مشرانو او قربانیانو سره او ځانګړي پوښتنلیکونه له سموات له کلی څخه اخیستل شوي، او هدفمنده نمونه په خوست ولايت، سموات کلی کې انتخاب شوې ده. څېړنه له امنیتي محدودیتونو او د معلوماتو ورکولو د ځینو خلکو ناغیړي سره مخ وه، خو د اخلاقي اصولو په مراعتولو سره په ګډونوالو کې د باور او حریم ساتنې ټینګار شوی دی. د دې څېړنې پایلې وړاندیز کوي چې د وژنو د مخنیوي لپاره باید کلتوري موانعو ته د مناسبو لارښوونو او عامه پوهاوي د زیاتوالي له لارې د ناوړه دودونو له منځه وړلو په ګډون جامع، کلتوري پلي کیدونکو او سوله ییزو تدابیرو ته لومړیتوب ورکړل شي. سربېره پر دې، د رسمي او دودیزو عدلي سیستمونو پیاوړتیا، اقتصادي فرصتونو پرمختیا، او د ټولنیزې همغږۍ لوړول دې ته اړتیا ده چې د دغه تاوتریخوالي کړۍ ماته کړي او په ټولنې سوله ټينګه کړي.

Zitieren

APA

خاورین, م. خ., & ستانکزی, ع. (2026). د قتل په جرم کې د اسلامی شریعت خلاف دودونو رول: د خوست ولایت د سموات کلی موردی مطالعه. Diwan, 7(2), 143-169. https://doi.org/10.69892/diwan.2026.151

Vancouver

خاورین مخ, ستانکزی ع. د قتل په جرم کې د اسلامی شریعت خلاف دودونو رول: د خوست ولایت د سموات کلی موردی مطالعه. Diwan. 2026;7(2):143-169. doi:10.69892/diwan.2026.151

BibTeX
@article{2026,
  author = {خاورین, محمد خالد and ستانکزی, عبدالناصر},
  title = {د قتل په جرم کې د اسلامی شریعت خلاف دودونو رول: د خوست ولایت د سموات کلی موردی مطالعه},
  journal = {Diwan},
  year = {2026},
  volume = {7},
  number = {2},
  pages = {143--169},
  doi = {10.69892/diwan.2026.151}
}
Kostenlos starten →