مصنوعي ځیرکتیا (AI) ګټې، زیانونه او مشروع کارونه
Salam International Academic Journal · 11.07.2026 · 11 (19) · 201-215
DOI: 10.64104/v11.issue19.no9.spring.2026 ↗Kurz gefasst
Fachartikel in der Zeitschrift Salam International Academic Journal, online erschienen am 11.07.2026. Verfasst von څیړنپوه سیدحبیب شاکر.
Abstract (Originalsprache)
مصنوعي ځیرکتیا له هغو مختلفو ماشینونو څخه عبارت ده چې د انسان په څیر کار کوي، د انساني علم په نتیجه کې د انسانانو له خوا یو مثبت پرمختګ دی، د قرآنکریم آیتونه او نبوي حدیثونه د علم لپاره د تشویق زیات دلایل لري، معاصر پوهان د مصنوعي ځیرکتیا کړنې د انسان له کړنو سره د پرتله کولو په اړه مختلف لیدلوري لري، د ژوند په مختلفو اړخونو کې یې د کارونې په اړه متفاوت نظرونه شته، په هر حال زیاتې ګټې او کم شمیر زیانونه لري، په اسلامي علومو کې یې د کارونې لپاره ځانګړي شرطونه رعایت کول ضروري دي؛ ځکه AI د انسان په څیر عقل نلري، او کومه څیرکتیا چې هغه لري، د همدې انسانانو له لورې ورته تعریف شوې او په دې ماشینونو کې نصب شوې ده. همدا رنګه مصنوعي ځیرکتیا د انسانانو په څېر احساس نلري، ځکه نو د وجوب د اهلیت په اړه یې ویلای شو چې نه ناقص اهلیت لري او نه هم کامل اهلیت، د اداء اهلیت یې هم د انسان له مرستې څخه سرچینه اخلي، له همدې امله د قضاء، افتاء او ګواهې دنده په مستقلانه توګه نشي ترسره کولای، د ژوند په نورو معاملاتو کې یې د کارونې د مشروعیت اړوند مختلف نظریات موجود دي پایله یې دا څرګندوي چې کارونه یې په دې شرط جواز لري چې د اسلامي شریعت له اصولو سره ټکر ونلري، که له مصنوعي ځیرکتیا څخه په سمه توګه استفاده وشي نو د اسلامي علومو په خپراوي کې ډیره ګټوره ونډه درلودلای شي، همدارنګه، اړتیا لیدل کیږي چې د مصنوعي ځیرکتیا او شرعي علومو متخصصین په مشترکه توګه د کارونې لارې چارې جوړې او په خورا احتیاط او تدریجي ډول ترویج کړي.
Zitieren
APA
شاکر, څ. س. (2026). مصنوعي ځیرکتیا (AI) ګټې، زیانونه او مشروع کارونه. Salam International Academic Journal, 11(19), 201-215. https://doi.org/10.64104/v11.issue19.no9.spring.2026
Vancouver
شاکر څس. مصنوعي ځیرکتیا (AI) ګټې، زیانونه او مشروع کارونه. Salam International Academic Journal. 2026;11(19):201-215. doi:10.64104/v11.issue19.no9.spring.2026
BibTeX
@article{2026,
author = {شاکر, څیړنپوه سیدحبیب},
title = {مصنوعي ځیرکتیا (AI) ګټې، زیانونه او مشروع کارونه},
journal = {Salam International Academic Journal},
year = {2026},
volume = {11},
number = {19},
pages = {201--215},
doi = {10.64104/v11.issue19.no9.spring.2026}
}
EUVIMED